Kabulافغانستانامنیتدری

ننګرهار کې د «خیال نوښت» په نوم نوې راډیو خپرونې پیل کړې — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-01 13:08:42🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د ننګرهار ولایت د کابل کمپ په سیمه کې د «خیال نوښت» په نوم یوې نوې سیمه‌ییزې راډیو خپلې خپرونې پیل کړې. د باختر اژانس د خبر له مخې، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ذبیح‌الله نوراني د اطلاعاتو له آمر مولوي صدیق‌الله قریشي سره یوځای د یادې راډیو له مرکز څخه لیدنه وکړه او د فعالیتونو، د خپرونو بهیر او پروګرامونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.مولوي ذبیح‌الله نوراني د راډیو مسوولینو ته د فعالیت د پیل مبارکي وویله او د رسنیو د ودې او پیاوړتیا لپاره یې د مناسب رسنیز چاپېریال پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.نوموړي وویل، چې رسنۍ د معلوماتو رسولو، عامه پوهاوي او د ټولنې د ستونزو او غوښتنو د انعکاس په برخه کې مهم رول لري او د رسنیو مسوولین باید خپلې خپرونې د مسلکي معیارونو او اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره وړاندې کړي.په همدې حال کې، د «خیال نوښت» راډیو مسوول خیال نور حیران وویل، چې دغه راډیو به د اسلامي امارت تر چتر لاندې په بېلابېلو برخو کې خپلې خپرونې د ۹۲.۱ څپو له لارې وړاندې کوي.ورته مهال، د ننګرهار د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق‌الله قریشي وویل، چې اوس مهال په دغه ولایت کې د ملي راډیو ټلوېزیون په ګډون ۱۷ راډیوګانې، څلور ټلوېزیونونه، درې چاپي رسنۍ او ګڼ شمېر ټولنیزې رسنۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي پالیسۍ له مخې فعالیت کوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-01 13:08:42

خط زمانی

  1. Bakhtar

    ننګرهار کې د «خیال نوښت» په نوم نوې راډیو خپرونې پیل کړې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-01 10:47:58

ننګرهار کې د «خیال نوښت» په نوم نوې راډیو خپرونې پیل کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button