د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف په همکارۍ ننګرهار کې د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي کمپاین پیل شو. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) په همکارۍ د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ډینګي ناروغۍ د لېږدوونکو غوماشو د له منځه وړلو په موخه د دوا شیندلو کمپاین پیل شوی دی. په ننګرهار کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا رئیس امین الله شریف ویلي، چې دغه کمپاین د ملاریا او نورو ساري ناروغیو د کنټرول مدیریت له لوري د چپرهار ولسوالۍ د رحمت فامیلیو له سیمې پیل شوی دی. د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې ددغه کمپاین لړۍ د پلان له مخې د چپرهار ولسوالۍ نورو سیمو ته هم وغځول شي. د یاد کمپاین موخه د ډینګي ناروغۍ د لېږدوونکو غوماشو له منځه وړل، د ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی او د خلکو د روغتیا ساتنه ده. ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده، چې د اخته غوماشو د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدېږي. لوړه تبه، سرخوږی، د عضلاتو او بندونو درد یې مهمې نښې دي. د ولاړو اوبو له منځه وړل او د غوماشو مخنیوی د دې ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Amu TV
ننګرهار کې د دینګي ناروغۍ پرضد کمپاین | آمو ټلویزیون