په ننګرهار ولایت کې د شاتو مچیو روزونکي او کاروباریان وایي چې که څه هم د تېر په پرتله د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د مناسب بازار د نشتوالي او بازار ته د بېکیفیته شاتو د عرضه کېدو له امله له جدي مالي زیانونو سره مخ دي. د جلالآباد ښار په شپږمه ناحیه کې د مچیو روزنې په یوه ستر فارم کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو لسګونه فارمداران راټول شوي دي. د دوی په وینا، که څه هم د سږنیو ورښتونو مالي او ځاني زیانونه رسولي، خو د طبیعي بوټو او چاپېریال د زرغونېدو له امله د شاتو په حاصلاتو کې مثبت بدلون راغلی او د فارمدارانو هیلې یې راژوندۍ کړې دي. له دې سره سره، مچیو روزونکي او تولیدوونکي نیوکه کوي چې له بهر څخه د بېکیفیته شاتو واردات او په داخل کې د نااصلو شاتو پلور د دوی د اصلي او معیاري تولیداتو بازار سخت متاثره کړی دی. دوی د مسؤلو ادارو څخه د بېرو د مصنوعي ځنګلونو جوړېدو او د شاتو د پېر او پلور لپاره د یوه ځانګړي او مجهز مارکېټ غوښتنه کوي. په ورته وخت کې، ننګرهار کې د شاتو مچیو روزونکو اتحادیې مشر ریاض محمد رودوال د فارمدارانو هاند او اندېښنې پرځای بولي. نوموړی ټینګار کوي چې بازار ته د بېکیفیته او غیرمعیاري شاتو ننوتلو د دوى…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
ننګرهار کې د شاتو مچیو روزونکي: مصنوعي او تقلبي شاتو زموږ مارکیټ خورا خراب کړی | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
ننګرهار کې د شاتو مچیو روزونکي: مصنوعي او تقلبي شاتو زموږ مارکیټ خورا خراب کړی | آمو ټلویزیون