افغانستانامنیتدریننګرهار

ننګرهار کې د قامونو تر مینځ روغ او جوړه+راپور

در حال تکمیلSecurityننګرهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-07 08:46:06🎙 رادیو را بشنوید

پارس تړدی-د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو ریاست چارواکي وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې زرګونه قومي او کورنۍ دښمنۍ هوارې کړې دي. د چارواکو په وینا، په دغو دښمنیو کې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه. د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو رئیس، حافظ رحمت‌الله غازي‌عمر، وایي، په تېرو پنځو کلونو کې یې د قومي مخورو په مرسته او ملاتړ د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له دوه زرو ډېرې قومي او کورنۍ دښمنۍ په دوستۍ بدلې کړې او د لا ډېرې مرګ‌ژوبلې د اوښتو مخه یې نیولې ده. حافظ رحمت‌الله غازي‌عمر وایي، په دې کې داسې دښمنۍ هم وې چې له څو نسلونو راهیسې یو بل ته په میراث پاتې شوې وې. هغه وایي، هڅه کوي چې په دې ولایت کې د قومي او کورنیو دښمنیو ټغر ورټول او په دښمنیو کې ښکېل کسان د ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي. تازه د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي مخورو په مرسته د دې ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې یوه اویا کلنه کورنۍ دښمني هم هواره اوپه دوستۍ بدله شوې ده. په دې دښمنۍ کې د دواړو لوریو لس کسان وژل شوي وو. د دې دښمنۍ یو لوری، شیراغا، وایي، دا دښمني ورته له نیکونو پاتې وه او اوس خوشحاله دی، چې دا دروند پیټی یې له اوږو کښته شو. هغه…

اطلاعات کوتاه

مکانننګرهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-07 08:46:06

خط زمانی

  1. Parstoday

    ننګرهار کې د قامونو تر مینځ روغ او جوړه+راپور

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-10-07 08:03:02

ننګرهار کې د قامونو تر مینځ روغ او جوړه+راپور

منبع اصلی

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button