EnglishHealthKabulافغانستان

ننګرهار کې د ګوزڼ پر ضد اووه ورځنی کمپاین پیل شو + غږیز راپور

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-16 10:01:01🎙 Listen to radio

د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو او د ګاونډي کونړ په ۷ ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې ځانګړی واکسیناسیون کمپاین پیل شو. د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس مولوي امین‌الله شریف وايي، په دې ولایت کې د ګوزڼ پنځه مثبتې او څو چاپېریالي پېښې ثبت شوې دي؛ له همدې امله دغه کمپاین پیل شوی چې اووه ورځې به دوام وکړي. د نوموړي په وینا، د کمپاین پر مهال به له شرایطو سره برابر ماشومانو ته د خولې او پیچکارۍ له لارې د ګوزڼ واکسین ورکړل شي. د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس د وروستیو مثبتو پېښو یو لامل له پاکستانه، چې د ګوزڼ د پېښو له پلوه د نړۍ تر ټولو اغېزمن هېواد بلل کېږي، د راستنېدونکو کډوالو راتګ او د هېواد له نورو سیمو سره د خلکو تګ راتګ یاد کړی دی. د ننګرهار د سره‌رود ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي عبدالقادر له حکومتي او نړیوالو روغتیايي ادارو وغوښتل چې په تورخم کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د عامه پوهاوي او واکسیناسیون چارې پراخې او چټکې کړي. ټاکل شوې، چې د ننګرهار او کونړ ترڅنګ د کابل او هرات په ځینو ولسوالیو کې هم د ګوزڼ پر وړاندې ځانګړی واکسیناسیون کمپاین ترسره شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-16 10:01:01

Timeline

  1. Parstoday

    ننګرهار کې د ګوزڼ پر ضد اووه ورځنی کمپاین پیل شو + غږیز راپور

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-16 09:39:33

ننګرهار کې د ګوزڼ پر ضد اووه ورځنی کمپاین پیل شو + غږیز راپور

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button