Developmentافغانستانپښتوننګرهار

ننګرهار کې سختو ورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي — Pajhwok

روان خبرDevelopmentننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-15 11:37:02🎙 راډیو واورئ

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي چې د دغه ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار او ولسوالیو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله دوه کسان مړه، ۱۰ نور ټپیان او سلګونه کورنۍ او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوې دي. د ننګرهار د رسنیو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د معلوماتو له مخې، د دوربابا ولسوالۍ په وچه لګړه سیمه کې د سختو اورښتونو له امله دوه کسان مړه شوي چې د یوه جسد لا هم ورک دی او د موندلو هڅې یې روانې دي. سرچینې زیاته کړې چې په بټي‌کوټ، سپین‌غر، پچیراګام، اچین او مومندرې ولسوالیو کې ۱۰ کسان ټپیان شوي چې تر درملنې لاندې دي. خبرپاڼه کاږي، د اورښتونو او سېلابونو له امله د بهسودو ولسوالۍ په بحراباد سیمه کې یو کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی او په یو شمېر نورو ولسوالیو کې ۸۸ کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي دي. همدارنګه، ۱۲۷ کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې مالي زیانونه اوښتي دي. سرچینې دغه‌راز ویلي چې د دغو پېښو له امله ۱۲۷ لوی او واړه څاروي هم تلف شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، ۲۸۱۵ جریبه کرنیزه ځمکه، درې جریبه بڼونه، ۱۲ چینې او کارېزونه، د اوبو درې شبکې او بندونه، څلور کیلومتره سړک، یو پل او پلچک هم زیانمن شوي دي….

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-15 11:37:02

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ننګرهار کې سختو ورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-15 16:04:06

ننګرهار کې سختو ورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button