EnglishHealthافغانستانننګرهار

ننګرهار کې لسګونوزروڅارویوته دواکسینو دتطبیق پروسه پېل شوه

DevelopingHealthننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-11-17 09:12:45🎙 Listen to radio

چارواکي وایي ، موخه یې د مالدارانومالي زیان مخنیوی او دمالدارۍ له ودې او پرمختګ ملاتړ کول دي محمداصف شینواری -جلال اباد د ننګرهار کرنې، مالدارۍ اواوبولګولو ریاست ویاند اجمل سبحاني وایي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې«FAO» په مالي او تخنیکي مرسته دننګرهار ولایت په ټولو ولسوالیو کې ۵۲۳ زره څارویوته د«طبق» وژونکې ناروغۍ پر وړاندې دواکسینو کمپاین پیلوي. هغه وایي په دې پروسه کې به۳۷۴ زره لویو او ۱۴۹ زره وړو څارویو ته ددې وژونکې ناروغۍ پروړاندې واکسین ورکول شي. اجمل سبحاني وایي، ددې پروسې د ښه تطبیق په موخه ۴۵ تنو دڅاریو روغتیا پالو ته ځانګړې روزنه هم ورکول شویده. دننګرهار کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست ویاند وایي، ددې کمپاین ترسره کولو یې موخه د څارویودمړینې او مالدارو د مالي زیان مخنیوی، دمالدارۍ دودې اوپراختیا ملاتړ اووده کول دي.

Quick facts

Locationننګرهار
TopicHealth
Sources1
Updated2026-11-17 09:12:45

Timeline

  1. Parstoday

    ننګرهار کې لسګونوزروڅارویوته دواکسینو دتطبیق پروسه پېل شوه

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-11-17 09:08:09

ننګرهار کې لسګونوزروڅارویوته دواکسینو دتطبیق پروسه پېل شوه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button