Kabulافغانستانامنیتپښتو

نن اسلام‌اباد کې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې دوه ورځنۍ دفاعي غونډه… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-27 06:27:08🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړي سیاسي، دفاعي او پوځي چارواکي نن په اسلام‌اباد کې د درې‌اړخیز دفاعي تړون پلي کېدو او سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه دوه ورځنۍ غونډه کوي. د پاکستان ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې دا د مکې د ګډ دفاعي تړون د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې درېیمه غونډه ده چې د نومبر په ۲۷مه او ۲۸مه په اسلام‌اباد کې ترسره کېږي. د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیران، د پوځ مشران او د سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړي چارواکي به په دې غونډه کې ګډون وکړي. د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې په دې غونډه کې به د یمن د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ د شخړې، د درېیو هېوادونو د ګډ دفاعي تړون د پلي کېدو او سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه خبرې وشي. د پاکستان د «نېشن» ورځپاڼې د راپور له مخې، د درېیو هېوادونو لوړپوړو دفاعي او پوځي چارواکو د پنجشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د نننۍ غونډې د اجنډا او اړوندو اسنادو د وروستي کولو لپاره مقدماتي خبرې هم کړې دي. پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې د روان ۲۰۲۶ کال د اګسټ په اوومه په مکه کې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی و. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید پر ټولو غړو هېوادونو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-11-27 06:27:08

مهالوېش

  1. Pajhwok

    نن اسلام‌اباد کې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې دوه ورځنۍ دفاعي غونډه پیلېږي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-27 10:56:57

نن اسلام‌اباد کې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې دوه ورځنۍ دفاعي غونډه پیلېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button