Summary: د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې محتسبینو یې په خوست، نورستان او فراه ولایتونو کې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د څو کورنیو تر منځ د بېلا بېلو موضوعاتو پر سر جوړې شوې شخړې، چې د ګڼو ټولنیزو ستونزو سبب شوې وې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه کړې ده. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې همدارنګه څرګنده کړې؛ دا اوږد مهاله شخړې، چې د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو له امله رامنځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې.د یادونې وړ ده، چې محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو دښمنیو او وړو شخړو مخه نیولې او په دې اړوند یې کړنې لا هم دوام لري.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
نورستان، خوست او فراه ولایتونو کې بېلا بېلې شخړې حل شوې
Sources
Afghan sources
نورستان، خوست او فراه ولایتونو کې بېلا بېلې شخړې حل شوې