افغانستانامنیتدری

نورستان کې بیا ځلې سیلاب درې تنه وژلې او یو بل ټپي کړی دی

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-01 07:26:01🎙 رادیو را بشنوید

د نورستان د والی ویاند فریدون،صمیم وایي،تیره ورځ ناوخته ددې ولایت د وانت وایګل ولسوالۍ په اړوند سیمه کې تر باران وروسته ناببره سیلابونه راووتل،چې له امله یې درې تنو،چې یوه میرمن اویوه ماشومه هم پکې وو ژوند وبایلود او یوه بله ماشومه ټپي شوه. په افغانستان کې زمونږ د خبریال له راپور سره سم، صمیم وایي، د سیلاب له امله داستوګنې یو کور په بشپړه توګه ویجاړ شویدی. د نورستان د والي ویاند وویل ،د دې ولایت په مرکز پارون کې د اسماني تندر د پریوتو له امله د یو ځایي مالدار تر دیرشو زیات څاروي وژل شوی دي. هغه وویل، ولایتي اداره به د سیلاب ځپلو کورنیو ملاتړ وکړي. په نورستان کې د تیرې ورځې سیلابونه وروسته له هغې راوځي،چې د طالبانو حکومت د ملکي هواي او زمکني ترانسپورت وزارت د هواپیژندنې ادارې د نورستان په ګډون د یو شمیر ختیځو او سهیل ختیځو ولایتونو هوا باراني ښودلې او اوسیدونکو ته یې خبر داری ورکول شوی،چې د احتمالي سیلابونو دراوتلواوخطراتو مخنیوي لپاره چمتووالی ولري.

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-01 07:26:01

خط زمانی

  1. Parstoday

    نورستان کې بیا ځلې سیلاب درې تنه وژلې او یو بل ټپي کړی دی

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-09-01 07:20:57

نورستان کې بیا ځلې سیلاب درې تنه وژلې او یو بل ټپي کړی دی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button