Summary: د نورستان ولایت په برګمټال او واما ولسوالیو کې د سیمه ییزو مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د درېیو کورنیو ترمنځ څو دښمنۍ حل شوې. د برګمټال ولسوالۍ د پڅيګرام کلي هغه شخړه، چې څو میاشتې وړاندې د یوه کس د وژل کېدو له امله رامنځته شوې وه، د نورستان والي او نورو ځایي مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو حل او فصل شوه.دواړو لوریو د جرګې پرېکړه ومنله او د سولې د دوام ژمنه یې وکړه.همدارنګه د واما ولسوالۍ د ارچڼو په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني، چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او یو تن ټپي شوی و، د ولسوالۍ مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده.د روغې جوړې د پرېکړې له مخې، ټپي شوي کس ته د تاوان په بدل کې ۱۵ غواګانې ورکړل شوې او دواړو کورنیو د وژل شویو کسانو د قصاص حق یو پر بل وباښه. چارواکو او قومي مشرانو له خلکو وغوښتل، چې خپلې شخړې د خبرو، زغم او ورورولۍ له لارې حل کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
نورستان کې د درېیو کورنیو ترمنځ څو دښمنۍ حل او فصل شوې