Developmentافغانستاندری

نورستان کې د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې… — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopment1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-07 17:58:33🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د نورستان د مرکز پارون په مرکزي محبس کې د ۱۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د زندانیانو لپاره د یوې معیاري ودانۍ د جوړولو چارې پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ دغه ودانۍ پر ۷۰۰ متره مربع ځمکه جوړېږي، چې لس خونې، یو اداري دفتر، دوه لوی تالارونه او ۲۰ تشنابونه به ولري او د جوړولو چارې به یې د نقشې او ډیزاین له مخې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي. د نورستان د مرکزي بندخونې مسوول قاري عبیدالله عبید وایي، چې تر دې وړاندې په بندخونه کې د زندانیانو لپاره معیاري ودانۍ نه وه او د زندانیانو د شمېر د زیاتوالي له امله به یو شمېر بندیان نورو ولایتونو ته لېږدول کېدل. د نوموړي په خبره، د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د زندانیانو د استوګنې ستونزې تر ډېره هوارې شي. د یادونې وړ ده چې اوس مهال په یاده بندخونه کې ۷۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.

اطلاعات کوتاه

موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-07 17:58:33

خط زمانی

  1. Bakhtar

    نورستان کې د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-07 17:02:40

نورستان کې د نږدې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button