Healthافغانستانپښتو

په نورستان کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو… — Parstoday

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-19 07:07:50🎙 راډیو واورئ

Summary: په نورستان ولایت کې د ۱۶ میلیونه ۲۲۶ زره افغانیو په لګښت د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې. د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پروژې د «لاس مینځلو پروګرام» تر سرلیک لاندې د پارون په ولایتي روغتون، د وایګل او وانت ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو او د پرونس په روغتیايي مرکز کې پلې کېږي.د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د دوو دهلیزونو، ۱۱ خونو او ۱۴ تشنابونو جوړول، د روغتیايي ودانیو ترمیم، د ۱۰ زره لېټره اوبو د زېرمه کولو په ظرفیت د یوې زېرمې جوړول، د نل ‌لیکو غځول، د لمریزې برېښنا د سیسټم نصب او یو شمېر نورې اړینې چارې شاملې دي.روغتیايي مسوولین وایي، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په یادو روغتیايي مرکزونو کې د اوبو، حفظ‌ الصحې او اړوندو خدمتونو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي او د ناروغانو او روغتیايي کارکوونکو لپاره به مناسب چاپېریال برابر شي.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په نورستان کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو په لړ کې د پارون په مرکز کې د څه باندې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پرونس او ډېوې کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-19 07:07:50

مهالوېش

  1. Bakhtar

    نورستان کې د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-19 05:37:29

نورستان کې د څلورو روغتیايي مرکزونو د بیارغونې چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button