Summary: د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو، د څلورو کورنیو ترمنځ له کلونو دښمنۍ وروسته روغه وشوه. د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې په دغو شخړو کې د چنار خوړ کلي د عبدالحمید سرحدي او ضیاءالله د کورنیو ترمنځ د څلورو قتلونو او د کمو کلي د محمد عیاض او محمد غیاث د کورنیو ترمنځ د دوو قتلونو قضیې شاملې وې، چې د جرګو د پرېکړو له مخې هوارې شوې. د کامدېش ولسوال مولوي محمد طاهر حنفي د سولې او تفاهم ارزښت ته په اشارې وویل، چې د ولسونو ترمنځ د شخړو سولهییز حل د ټولنیز ثبات او یووالي لپاره مهم دی. ورته مهال دواړو لورو یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به په ورورولۍ، متقابل درناوي او سولهییز چاپېریال کې ژوند کوي او هر ډول ستونزې به د خبرو اترو له لارې حلوي. د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کلونو کې د قومي مشرانو او د سیمهییزو مسوولینو په هڅو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼې اوږدمهالې دښمنۍ په سولهییز ډول پای ته رسېدلې دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
نورستان کې د څلورو کورنیو ترمنځ له کلونو دښمنۍ وروسته روغه وشوه
منابع
Afghan sources
نورستان کې د څلورو کورنیو ترمنځ له کلونو دښمنۍ وروسته روغه وشوه