Summary: د نورستان ولایت د وانټ او وایګل ولسوالیو له کانونو څخه ترلاسه شوي قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د ازادې داوطلبۍ له لارې د ۲۸ میلیونه ۶۸۱ زره افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي. د یاد ولایت د کانونو پټرولیم رئیس مولوي سید الرحیم عمير باختر اژانس ته ویلي، چې دغه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، چې ګنزیت او بیروج په کې شامل دي، د ازادۍ او شفافۍ بولۍ له لارې د هېواد په سوداګرو باندې وپلورل شوې او له دې جملې څخه ۲ میلیونه او ۸۶۸ زره افغانۍ د دولت خزانې ته وسپارل شي.د یادونې وړ ده، چې په یاده بولۍ کې شاوخوا ۱۰۰ سوداګرو ګډون کړی وه.
لنډ معلومات
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-25 07:42:54
مهالوېش
-
Bakhtar
نورستان کې د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ډبرې وپلورل شوې
سرچینې
Afghan sources
BakhtarPS
2026-10-25 05:15:18
نورستان کې د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په ارزښت ډبرې وپلورل شوې