EnglishHealthKabulافغانستان

نورستان کې لس زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-06 06:00:07🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې د نورستان نږدې لس زره اوسېدونکو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې دي. یونیسف پرون (یکشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا پروژه د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ پلې شوې ده. سرچینې زیاته کړې چې دغه پروژه د ککړو اوبو له امله د رامنځته‌کېدونکو ناروغیو په مخنیوي او د ماشومانو او کورنیو د روغتیا په خوندیتوب کې مهم رول لري. یونیسف ټینګار کړی چې د دې پروژې پلي کول په افغانستان کې په زیان‌منو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو برابرولو لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده. یونیسف په همدې تړاو د نورستان د یوې اته کلنې نجلۍ خبرې هم خپرې کړې دي. هغې ویلي: «پخوا اوبه ترخې وې او موږ به یې ناروغان کولو، خو اوس پاکې اوبه لرو او زه ډېره خوشحاله یم.»

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-07-06 06:00:07

Timeline

  1. Pajhwok

    نورستان کې لس زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-06 10:25:34

نورستان کې لس زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button