د بریتانیا نوموتی فلمي لوبغاړی پاتریک سټوارټ، چې د «سټار ټرېک» علميتخیلي لړۍ او د «ایکس مېن» فلمونو له لارې یې نړیوال شهرت موندلی و، د ۸۶ کلونو په عمر په امریکا کې ومړ. د راپور له مخې، ځینې قوماندانان هم له دې صحنهسازۍ خبر وو، خو د مخنیوي لپاره یې هېڅ اقدام ونه کړ. د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو د عمومي مفتش دفتر دغه راپور په ۲۰۲۱ کال کې چمتو کړی و، خو لنډیز یې پنځه کاله وروسته، د روانې اوونۍ په ترڅ کې خپور شو. دغه راپور د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو د قوماندې په بېلابېلو کچو کې د څارنې او حساب ورکونې کمزورتیاوې رابرسېره کړې او په افغانستان کې یې د دغو ځواکونو کړنې ارزولې دي. پلټونکو ویلي چې که څه هم داسې شواهد نشته چې قوماندانانو په مستقیم ډول په دغو سرغړونو کې برخه اخیستې وي، خو د دومره جدي سرغړونو د مخنیوي لپاره د هغوی اقدام نه کول «ډېر غیرعادي» وو. اندرو هستي، د اسټرالیا د لیبرال ګوند له مخکښو څېرو او د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو پخواني افسر، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، ویلي چې د راپور ځینې موندنې د هغه له شخصي تجربو سره سمون لري. هغه د راپور لوستل «ستونزمن» وبلل او د پنجشنبې په ورځ یې خبریالانو ته وویل چې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
نوموتی بریتانوي فلمي لوبغاړی پاتریک سټوارټ د ۸۶ کلونو په عمر امریکا کې ومړ
منابع
Afghan sources
نوموتی بریتانوي فلمي لوبغاړی پاتریک سټوارټ د ۸۶ کلونو په عمر امریکا کې ومړ