کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): هندي چارواکي وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه نوي ډیلي کې د محصلینو د استوګنې د یوې ودانۍ نړېدو له امله لږ تر لږه شپږ کسان مړه او څو نور ټپیان شوي او د هغو کسانو د لټون عملیات لا هم دوام لري چې ښايي د ودانۍ تر خاورو لاندې بند پاتې وي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه ودانۍ د یکشنبې ورځ د نوي ډيلي په سويلي برخه کې، څو پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته څېرمه نړېدلې ده. د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغې ودانۍ یوه تلخونه او پنځه پوړونه لرل او د محصلینو د استوګنې لپاره ترې کار اخیستل کېده. د نوي ډيلي اعلی وزیرې رخا ګوپتا د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې د ودانۍ په تلخونه کې اوبه ډنډ شوې وې او ورسره هممهاله د ترمیم چارې هم روانې وې؛ د نوموړې په وینا، دغه زړه ودانۍ د دغو لاملونو له امله نړېدلې ده. سرچینې لیکلي چې شپږ نور کسان ژوندي له خاورو را ایستل شوي او نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. د هغوی روغتیايي وضعیت ښه بلل شوی دی. د راپورونو له مخې، پولیس هڅه کوي د دې ودانۍ مالک پیدا کړي. رویټرز لیکلي چې په هند کې د ودانیو نړېدل، په ځانګړې توګه په ګڼمېشتو ښاري سیمو کې، په مکرر ډول پېښېږي؛ په دغو سیمو کې…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
نوي ډيلي کې د یوې ودانۍ نړېدو پېښه؛ شپږ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي
Sources
Afghan sources
نوي ډيلي کې د یوې ودانۍ نړېدو پېښه؛ شپږ کسان مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي