کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان جنګي الوتکې د سعودي عربستان له لوري د یمن د حوثیانو پر ضد هوايي بریدونو کې کارول کېږي؛ خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دغه راپور رد کړی دی. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د پاکستان یوه لوړپوړي پوځي چارواکي، چې نوم یې نه دی یاد شوی، ویلي چې د دغه هېواد د هوايي ځواک جنګي الوتکې د حوثیانو پر ضد بریدونو کې کارول کېږي. د پاکستان یوه بل چارواکي هم ورځپاڼې ته ویلي چې د دغه هېواد رول به تر ډېره د هوايي ملاتړ او د حوثیانو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د ګواښونو کمولو پر هڅو متمرکز وي، نه په یمن کې پر ځمکنیو عملیاتو. د راپور له مخې، د امریکا د پوځ پخوانۍ اتشې او د دفاعي استخباراتو ادارې پخواني شنونکي ډیویډ او سمیټ ویلي چې د شنونکو د اټکل له مخې، شاوخوا اته زره پاکستاني سرتېري سعودي عربستان ته استول شوي دي. د هغه په خبره، په دغو ځواکونو کې د پاکستان د هوايي ځواک او د پوځ د هوايي دفاع برخې هم شاملې دي. خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د پنجشنبې په ورځ د نیویارک ټایمز راپور «جعلي او له ځانه جوړ شوی» بللی او له نړۍوالو رسنیو یې غوښتي چې د مکې د ګډ دفاعي تړون له…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
نيويارک ټايمز: د پاکستان جنګي الوتکې د حوثیانو پر ضد بریدونو کې کارول کېږي
Sources
Afghan sources
نيويارک ټايمز: د پاکستان جنګي الوتکې د حوثیانو پر ضد بریدونو کې کارول کېږي