Healthافغانستاندری

نړیوال بانک: د طالبانو د ادارې ۴۵ سلنه لګښتونه امنیتي برخې ته ځانګړي… — Amu TV

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-24 16:42:25🎙 رادیو را بشنوید

نړیوال بانک په خپل نوي راپور کې ویلي چې په روان مالي کال کې د طالبانو د ادارې د ټولو لګښتونو څه باندې ۴۵ سلنه برخه امنیتي سکتور ته ځانګړې شوې ده. د دغه بنسټ په وینا، دا رقم د پوهنې، روغتیا، کرنې، بنسټیزو پروژو او د خصوصي سکتور د پراختیا له ټولو ګډو لګښتونو څخه ډېر دی. د ۲۰۲۶ کال د اګست میاشتې لپاره د نړیوال بانک د «افغانستان د اقتصادي څارنې» راپور پر بنسټ، د امنیتي برخې لګښتونه ۵۱.۳ میلیارد افغانیو (شاوخوا ۷۸۷ میلیون ډالرو) ته رسېدلي دي. دا رقم په روان مالي کال کې د طالبانو د ادارې د ټولو لګښتونو ۴۵.۲ سلنه جوړوي. په پرتلیز ډول، ۱۸.۳ میلیارد افغانۍ (شاوخوا ۲۸۱ میلیون ډالر یا د ټولو لګښتونو ۱۶.۱ سلنه) پوهنې ته ځانګړې شوې دي. د روغتیا سکتور برخه ۲.۴ میلیارد افغانۍ (شاوخوا ۳۷ میلیون ډالر یا ۲.۱ سلنه) او د کرنې برخه ۱.۲ میلیارد افغانۍ (شاوخوا ۱۸ میلیون ډالر یا یو سلنه) وه. د راپور له مخې، ۱۰.۹ میلیارد افغانۍ (شاوخوا ۱۶۷ میلیون ډالر) د ټولنیزو ملاتړونو لپاره لګول شوې دي. د حکومتولۍ برخې ۱۰.۸ میلیارد افغانۍ (شاوخوا ۱۶۶ میلیون ډالر) او د زیربنا او طبیعي سرچینو سکتور ۹.۴ میلیارد افغانۍ (شاوخوا ۱۴۴ میلیون ډالر) ترلاسه کړې دي. نړیوال بانک وایي چې ۸.۱ میلیارد افغانۍ (شاوخوا ۱۲۴ میلیون ډالر) اقتصادي حکومتولۍ او د خصوصي سکتور پراختیا…

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-24 16:42:25

خط زمانی

  1. Amu TV

    نړیوال بانک: د طالبانو د ادارې ۴۵ سلنه لګښتونه امنیتي برخې ته ځانګړي شوي دي | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-24 09:49:12

نړیوال بانک: د طالبانو د ادارې ۴۵ سلنه لګښتونه امنیتي برخې ته ځانګړي شوي دي | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button