افغانستانامنیتدری

نړیوال بنسټونه: د نړیوال جرم په توګه د جنسيتي اپارتایډ پېژندنه برخلیک ټاکونکې… — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-07 03:35:09🎙 رادیو را بشنوید

دغه قانون به په امریکا کې مېشتو زرګونو افغانانو ته د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د قانوني پاتې کېدو لنډمهاله خوندیتوب برابر کړي. افغان ایواکویلي، د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو له ملاتړ سره د «افغانستان TPS قانون ۲۰۲۶» د معرفي کېدو هرکلی کوي او د هغو سناتورانو مننه یې کړې چې د افغان متحدینو ملاتړ کوي. دغه بنسټ په خپل راپور کې لیکلي: «د سناتورانو کریس کونز، لیزا مرکوسکي، بیل کاسیدي او امي کلوبوچار څخه ډېره مننه چې تل زموږ د متحدینو ترڅنګ ولاړ دي.» افغان ایواک له امریکایي وګړو هم غوښتي چې پر کانګرس فشار راوړي څو د افغانستان د موقتي خوندي وضعیت قانون تصویب کړي. د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزارت په ۲۰۲۵ کال کې د افغان اتباعو لپاره د موقتي خوندي وضعیت (ټي‌پي‌ایس) پروګرام پای ته رسولی و، چې له امله یې په امریکا کې مېشت زرګونه افغانان له قانوني خوندیتوب څخه بې‌برخې کېدل. افغان ایواک ویلي، په دغو کسانو کې ډېری هغه افغانان شامل دي چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې د امریکایي ځواکونو، ډیپلوماټانو او خبریالانو ملاتړ کړی و. د لنډمهالي خوندیتوب قانون څه وړاندیز کوي؟ د راپور له مخې، د افغانستان د TPS قانون ۲۰۲۶ طرحه د امریکا د استازو جرګې غړو جېسن کرو، ډان بیکن، سام لیکاردو…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-07 03:35:09

خط زمانی

  1. AF International

    نړیوال بنسټونه: د نړیوال جرم په توګه د جنسيتي اپارتایډ پېژندنه برخلیک ټاکونکې پړاو کې ده

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-06 23:12:04

نړیوال بنسټونه: د نړیوال جرم په توګه د جنسيتي اپارتایډ پېژندنه برخلیک ټاکونکې پړاو کې ده

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button