کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د معیار او کیفیت اداره وایي، د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هېواد ته د نږدې ۳۵ ټنه غیرمعیاري کاشیو د راوړلو مخه نیول شوې او دغه محموله بېرته مبدأ هېواد ته ګرځول شوې ده. یادې ادارې نن (دوشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کاشیو دغه محموله چې ۳۴ زره او ۹۴۴ کیلوګرامه وزن یې درلود، له تخنیکي ارزونې او کتنې وروسته غیرمعیاري او بېکیفیته بلل شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، دغه محموله د هېواد له داخلي معیارونو سره د نه سمون له امله بازار ته د ننوتلو اجازه نه ده ترلاسه کړې او بېرته مبدأ هېواد ته استول شوې ده. د شیخ ابونصر فراهي بندر د افغانستان او ایران پر پوله موقعیت لري. د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې د هېواد په بندرونو کې د وارداتي ساختماني توکو د کیفیت د کنټرول او ارزونې بهیر په جدي ډول دوام لري او بازار ته به د غیرمعیاري محصولاتو د ننوتلو مخه نیول کیږي.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
نږدې ۳۵ ټنه غیرمعیاري کاشي د شیخ ابونصر فراهي له بندره بېرته وګرځول شول
Sources
Afghan sources
نږدې ۳۵ ټنه غیرمعیاري کاشي د شیخ ابونصر فراهي له بندره بېرته وګرځول شول