افغانستانامنیتخوستدری

د خوست او دوبۍ ترمنځ کام‌اېر هوایي شرکت بیاځلي خپلې الوتنې پیل کړې — AF International

در حال تکمیلSecurityخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-05 00:33:56🎙 رادیو را بشنوید

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند وايي، چې له څه مودې ځنډ وروسته د متحده عربي امارات له دوبۍ څخه د خوست نړیوال هوایي ډګر ته د کام‌اېر هوایي شرکت الوتنې بیا پیل شوې. نوموړی د دغه ځنډ لامل تخنیکي ستونزې یادوي. فرهاد دریا د شنبې په ناوخته (د چنګاښ ۱۳مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه په تازه لیکنه کې روښانه کړې، چې د کرېکټ ملي لوبډله د یوه ځپلي ملت سرمایه ده او باید د چا شخصي میراث ونه ګڼل شي او نه هم د چا د کورنۍ غړي په‌کې په میراثي توګه ولوبول شي. فرهاد دریا لیکلي، چې د هېواد هر وګړی د ملي لوبډلې د بریا لپاره دعاګانې کوي او په ماتې یې خپه کېږي، نو ځکه د اصلاح لپاره د غږ پورته کولو حق هم لري. هغه زیاته کړې، چې په ملي لوبډله کې د لوبېدو عزت او افتخار باید په احساس، اخلاقو، استعداد او هڅو سره ترلاسه شي، نه په ملګرتیا، انډیوالۍ او میراثي توګه، ځکه چې د دغو معیارونو په نه‌شتوالي کې د ریښتینو اتلانو ارزښت له‌منځه ځي. نوموړي د اعتراض د بڼې بدلون ته په اشارې سره ویلي، سره له دې چې یو عمر یې مینه خپره کړې او د اصلاح لپاره یې زارۍ کړي، خو غږ یې چا ونه‌اورېد او په پای کې اړ شو چې د خپل اعتراض بڼه بدله کړي….

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-05 00:33:56

خط زمانی

  1. AF International

    د خوست او دوبۍ ترمنځ کام‌اېر هوایي شرکت بیاځلي خپلې الوتنې پیل کړې

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-07-04 20:45:00

د خوست او دوبۍ ترمنځ کام‌اېر هوایي شرکت بیاځلي خپلې الوتنې پیل کړې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button