افغانستانامنیتبلخپښتو

نیمروز، فاریاب، غور او بلخ کې د زمري ۲۴مه په شاندارو مراسمو ونمانځل… — Bakhtar

روان خبرSecurityبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-15 11:14:17🎙 راډیو واورئ

Summary: د هېواد په نیمروز، فاریاب، غور او بلخ ولایتونو کې د زمري ۲۴مې، د فتحې ورځې، پنځمه کالیزه په شاندارو مراسمو، فرهنګي او ورزشي پروګرامونو او د خلکو په پراخ ګډون سره ونمانځل شوه. په نیمروز کې د فتحې د پنځمې کالیزې په مناسبت د زرنج ښار په مرکز کې ځانګړې غونډه جوړه شوه، چې د نیمروز والي مولوي عبدالمنان «محمود»، ملکي او نظامي مسوولینو، علماوو، قومي مشرانو، ځوانانو او سلګونو اوسېدونکو پکې ګډون کړی و. په فاریاب کې هم د زمري ۲۴مې په مناسبت د اسلامي امارت مسوولینو، علماوو، استادانو او قومي مخورو د دې ورځې تاریخي اهمیت بیان کړ او د یووالي، ثبات، مسوولیت‌پذیرۍ او د هېواد د بیارغونې او ابادۍ لپاره یې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ. په دغه ولایت کې د یادې ورځې په مناسبت بېلابېل فرهنګي، ټولنیز او ورزشي پروګرامونه هم ترسره شول. په غور ولایت کې هم د زمري ۲۴مې په مناسبت ځانګړی پروګرام جوړ شو. د غور والي مولوي حیات‌الله مبارک د دې ورځې د پنځمې کالیزې د مبارکۍ ترڅنګ، د هېواد اوسنی نظام اسلامي، شرعي او خپلواک وباله او د امنیت، وحدت او ابادۍ پر اهمیت یې خبرې وکړې. د مراسمو په پای کې ترانې وویل شوې او ورزشکارانو بېلابېلې ورزشي نندارې وړاندې کړې. په بلخ کې د زمري ۲۴مې د نمانځنې په مناسبت د موټرو کاروانونه جوړ او د ښار په بېلابېلو واټونو کې د بیرغونو په رپولو سره د دې ورځې نمانځنه وشوه. د مزارشریف یو شمېر اوسېدونکو د دې ورځې په مناسبت د هېواد د پرمختګ او بیارغونې لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ. د مراسمو ګډونوالو د زمري ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې مهمه او تاریخي ورځ وبلله او ویې ویل چې د دې ورځې نمانځنه باید د تېرې مبارزې او قربانیو د یاد تازه کولو ترڅنګ، د هېواد د راتلونکي ثبات، اقتصادي ودې، ابادۍ او پرمختګ لپاره د ګډو هڅو د پیاوړتیا لامل شي.

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-15 11:14:17

مهالوېش

  1. Bakhtar

    نیمروز، فاریاب، غور او بلخ کې د زمري ۲۴مه په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-15 10:09:17

نیمروز، فاریاب، غور او بلخ کې د زمري ۲۴مه په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button