EnglishHealthافغانستاننیمروز

نیمروز; په یوه ترافیکي پېښه کې ۹ کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې — Bakhtar

DevelopingHealthنیمروز1 SourcesUpdated: 2026-09-29 17:07:17🎙 Listen to radio

Summary: د نیمروز ولایت د زرنج–دلارام پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او اته نور ټپیان شوي دي. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګل‌محمد «قدرت» باختر اژانس ته ویلي چې دغه پېښه د زرنج–دلارام پر لویه لار د درېیم عملیاتي کنډک د سپین قرارګاه په سیمه کې د یوې مازدا او ۵۸۰ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي ښودل شوې ده. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، چې ټپیان د یاد کنډک د منسوبینو له لوري د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته انتقال شوي دي.

Quick facts

Locationنیمروز
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-29 17:07:17

Timeline

  1. Bakhtar

    نیمروز; په یوه ترافیکي پېښه کې ۹ کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-29 16:38:11

نیمروز; په یوه ترافیکي پېښه کې ۹ کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button