افغانستانامنیتپښتونیمروز

نیمروز کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي — Pajhwok

روان خبرSecurityنیمروز1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-05 09:24:41🎙 راډیو واورئ

زرنج (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): د نیمروز د ترافیکو مدیریت وايي چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. د نیمروز د ترافیکو مدیریت د حادثانو امر سردارمحمد رحیمي پژواک ته وویل چې نن سهار (شنبه) د نیمروز پر لویه لار د سپینې قرارګاه او شهید غازي پوستو اړوند سیمو کې یو فیلډر او یو لوکسل موټر چپه شوي چې له امله یې یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي. د هغه په خبره، ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. رحیمي زیاته کړه، په بله پېښه کې چې پرون د زرنج–دلارام پر لویه لار، د دلارام په سیمه کې شوې، دوو باروړونکي موټرو له یوه بل سره ټکر کړی چې له امله یې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي. نوموړي وویل چې نن یو بل ټېلر هم له سړکه وتلی او چپه شوی، خو له دې پېښې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

لنډ معلومات

ځاینیمروز
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-05 09:24:41

مهالوېش

  1. Pajhwok

    نیمروز کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-05 13:49:58

نیمروز کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button