افغانستانامنیتدرینیمروز

نیمروز کې د قاچاقي سفر پر مهال پنځه تنه مړه شوي او یو شمېر نور ورک دي+ږغیز راپور

در حال تکمیلSecurityنیمروز1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-19 12:56:15🎙 رادیو را بشنوید

د افغانستان د نیمروز ولایت په دښتو کې پنځه هغه ځوانان مړه موندل شوي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي او ۱۴ نور یې لا هم ورک دي. زمونږ د خبریال له راپور سره سم،د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ویلي، امنیتي ځواکونو د دغو پنځو کسانو مړي موندلي او د ورکو شویو ۱۴ کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي. د نوموړي په وینا، يادو کسانو هڅه کوله چې د هلمند او نیمروز د دښتو له لارې په قاچاقي توګه ایران ته واوړي، خو په لاره کې یې مسیر ورک کړی دی. راپورونه وايي چې سخته ګرمي، د اوبو کمښت او تېز بادونه د دې لامل شوي چې دغه ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکړي او پاتې نور لا هم نادرکه دي. د دې پېښې په تړاو د ژغورنې او لټون هڅې دوام لري، خو تر اوسه د ورکو شویو کسانو د برخلیک په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي. په همدې حال کې د نیمروز یو اوسېدونکی، عزیز ګل، له خلکو غواړي چې د ناقانونه لارو ډډه وکړي، ځکه دا لارې له ګڼو خطرونو ډکې دي او هر کال پکې ډېر کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د راپورونو له مخې، ۱۹ افغانان چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د کار موندلو لپاره د قاچاقي لارې ایران ته روان…

اطلاعات کوتاه

مکاننیمروز
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-19 12:56:15

خط زمانی

  1. Parstoday

    نیمروز کې د قاچاقي سفر پر مهال پنځه تنه مړه شوي او یو شمېر نور ورک دي+ږغیز راپور

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-07-19 12:49:19

نیمروز کې د قاچاقي سفر پر مهال پنځه تنه مړه شوي او یو شمېر نور ورک دي+ږغیز راپور

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button