Healthافغانستاندرینیمروز

نیمروز کې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې ښارګوټي د جوړولو په لومړي پړاو… — Bakhtar

در حال تکمیلHealthنیمروز1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-30 09:57:07🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې ښارګوټي د جوړولو په لومړي پړاو کې د څه باندې ۲۵۰۰ مهاجرو کورنیو لپاره د ۱۵۰۰ جریبه ځمکې د وېش لړۍ پیل شوې ده. د جوړو شویو مراسمو پر مهال د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس ملا عبدالله ریاض وویل، چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د دې ښارګوټي په لومړي پړاو کې هغو مهاجرو کورنیو ته ځمکې وېشل کېږي، چې په تېرو دوو کلونو کې هېواد ته راستنې شوې دي، څو د دایمي استوګنې زمینه ورته برابره شي. په همدې حال کې، د نیمروز د ښار جوړونې او کور جوړونې رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وویل، چې د دې طرحې په دویم پړاو کې د مهاجرینو د ښارګوټي د پراختیا لپاره شاوخوا ۸۵۰۰ جریبه نوره ځمکه هم په پام کې نیول شوې ده. د هغه په وینا، د مهاجرینو نوی ښارګوټی د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښار څخه شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره واټن کې، د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري. دغه ښارګوټی ۱۲۰ بلاکونه لري، چې په هر بلاک کې ۵۰ استوګنیزې نمرې شاملې دي. د یاد ښارګوټي په طرحه کې د جوماتونو، روغتیايي کلینیکونو، ښوونځي او سړکونو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي. ټاکل شوې، چې هرې مهاجرې کورنۍ ته شاوخوا ۵۰۰ متره مربع ځمکه ووېشل شي.

اطلاعات کوتاه

مکاننیمروز
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-30 09:57:07

خط زمانی

  1. Bakhtar

    نیمروز کې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې ښارګوټي د جوړولو په لومړي پړاو کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-30 08:04:21

نیمروز کې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې ښارګوټي د جوړولو په لومړي پړاو کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button