د نیمروز ولایت امنیه قوماندانۍ په هغه معلوماتو کې چې رسنیو ته یې استولي ویلي، چې د دې ولایت د دلاارام ولسوالۍ په رباط کلي کې یې د نشه یي توکیو د تولید یوه کارخونه په نښه او عملیات یې پرې تر سره کړي دي. په معلوماتو کې ویل شوي،چې په دې عملیاتو کې د کارخونې ټول وسایل، ۵۵کیلوګرامه ډول ډول نشه یی توکي،۳کیلوګرامه تاریاک او همدارنګه ۴۲۰ لېتره هغه کیمیاوي توکي، چې د نشه یي توکیو په تولید کې کارول کیږي له منځه وړل شوي دي. د نیمروز ولایت امنیه قوماندانۍ په معلوماتو کې ویل شوي، چې د نشه یي توکیو پر خلاف مبارزه د ټول ولایت په کچه په جدي توګه روانه ده او هیڅ چاته به اجازه ورنکړي، چې د نشه یي توکیو پر تولید، پلور او قاچاق لاس پورې کړي.
Quick facts
Locationنیمروز
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-04 05:30:09
Timeline
-
Parstoday
نیمروز کې د نشه یې توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یوړل شوه
Sources
External sources
ParstodayPS
2026-10-04 05:24:42
نیمروز کې د نشه یې توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یوړل شوه