Summary: د نیمروز ولایت په بندر کې د معیار او کیفیت ادارې له لوري د وارداتي توکو د کیفیت کنټرول په ترڅ کې د ۵۶.۶۲ ټنو بېکیفیته بټریو د دوو محمولو له واردېدو مخنیوی شوی او بېرته د اصلي هېواد پر لور مسترد شوې دي. د نیمروز بندر د معیار او کیفیت امریت د معلوماتو له مخې، دغه دوه محمولې د کیفیت تر ارزونې او کنټرول وروسته د هېواد له کورنیو معیارونو سره په ټکر کې تشخیص شوې، چې له امله یې د هېواد بازارونو ته د هغوی له داخلېدو مخنیوی شوی دی. د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی، چې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول بهیر د هېواد په ټولو بندرونو کې په شفاف، منظم او جدي ډول دوام لري او د هغو توکو د واردولو پر وړاندې چې بېکیفیته، غیرمعیاري او د خلکو روغتیا ته زیانرسوونکي وي، هېڅ ډول نرمښت نه ښيي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
نیمروز کې د څه باندې ۵۶ ټنه بې کیفیته بټريو د واردېدو مخنیوی وشو
منابع
Afghan sources
نیمروز کې د څه باندې ۵۶ ټنه بې کیفیته بټريو د واردېدو مخنیوی وشو