Summary: د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې پر څه باندې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه د کډوالو ښارګوټی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد ولایت د ښار او کور جوړونې رئیس او د یادې کمېټې مشر مولوي عبدالجبار یاسیني د ښارګوټي د پلان، ډیزاین او عمومي ځانګړتیاوو په اړه معلومات ورکړل.نوموړي وویل، چې د دغه ښارګوټي پلان له وړاندې د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت له لوري چمتو شوی او موخه یې کډوالو او راستنېدونکو ته د دایمي استوګنې لپاره د مناسب چاپېریال او سرپناه برابرول دي.ورته مهال د ښار او کور جوړونې رئیس او د کډوالو لپاره د دایمي استوګنې او د یادې کمېټې غړو د ښارګوټي له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه او د هغې وضعیت یې وڅېړه. مسوولینو په نیمروز کې د دغه ښارګوټي پرانیستل د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د دایمي استوګنې د زمینې برابرولو په برخه کې مهم ګام بللی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
نیمروز کې د کډوالو ښارګوټی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو