Summary: د نیمروز ولایت د فرعي ګمرکاتو ریاست ګرځنده ټیمونو د چهاربرجک ولسوالۍ د دوروک پت په سیمه کې د ۳ ټنه او ۴۰۰ کیلوګرامه غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه نیولې ده. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ یاد توکي په دوو سايوان ډوله موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې له پاکستان څخه نیمروز ولایت ته په قاچاقي ډول را انتقال شي. د نیمروز د فرعي ګمرکاتو رئیس ملا عبدالغفار محمود ویلي چې نیول شوي قاچاقي توکي او موټر به د نورو قانوني اجرااتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د یاد ریاست ګرځنده ټیمونو د یو شمېر قاچاقي توکو مخه نیولې وه.
اطلاعات کوتاه
مکاننیمروز
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-27 16:57:21
خط زمانی
-
Bakhtar
نیمروز کې د ۳.۴ ټنه غیرخوراکي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه