EnglishPoliticsافغانستاننیمروز

نیمروز کې زرګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې — Bakhtar

DevelopingPoliticsنیمروز1 SourcesUpdated: 2026-08-27 12:27:54🎙 Listen to radio

Summary: د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د نیمروز د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي اسدالله سحر باختر آژانس ته وویل، چې یادې پروژې د خاشرود ولسوالۍ په خیراباد، رزي او برج کلیو کې د سالیډرټي موسسې له لوري پلي کېږي.نوموړي زیاته کړه، چې د اوبو رسولو د درېیو شبکو ترڅنګ، د یادو پروژو په چوکاټ کې څه باندې درې زره کورنیو ته تشنابونه هم جوړ شوي دي. هغه د خاشرود ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل، چې د اوبو رسولو شبکو او نورو عامه تاسیساتو د ساتنې او پالنې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.ورته مهال، د خاشرود ولسوال حاجي ملا ګل‌نبي نافذ د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې له پلي کوونکو موسسو او اړوندو ادارو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.په همدې حال کې، د سیمې علماوو او اوسېدونکو د یادو پروژو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې پخوا د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو؛ خو اوس د دغو شبکو په فعالېدو سره د څښاک پاکې اوبه تر کورونو رسېدلې دي.

Quick facts

Locationنیمروز
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-27 12:27:54

Timeline

  1. Bakhtar

    نیمروز کې زرګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-27 07:17:30

نیمروز کې زرګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button