Summary: د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو مدیریت له لوري د وارداتي تېلو له ارزونې، نمونه اخیستنې او کیفیت کنټرول وروسته، ۱۳ ټانکره ډیزل بېکیفیته تشخیص او بېرته ایران ته مسترد شول. د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمتالله طلحه باختر اژانس ته ویلي، چې دغه ۱۳ ټانکره ډیزل د موظف پلاوي له لوري د نمونه اخیستنې او کیفیت تر ارزونې وروسته بېکیفیته تشخیص او بېرته ایران ته مسترد شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې یاد تېل د کنټرول او کیفیت ادارې په لابراتوارونو کې له بشپړې ارزونې وروسته ټیټ کیفیت لرونکي ثابت او له همدې امله بېرته مسترد شوي دي. د نیمروز د نفتو او ګازو مدیریت د معلوماتو له مخې، دوه ورځې وړاندې هم ۱۰ ټانکره بېکیفیته تېل له ارزونې وروسته مسترد او بېرته ایران ته ګرځول شوي وو.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
نیمروز کې ۱۳ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول شول
سرچینې
Afghan sources
نیمروز کې ۱۳ ټانکره بېکیفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول شول