Diplomacyافغانستانپښتونیمروز

نیمروز کې ۳۰ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول — Bakhtar

روان خبرDiplomacyنیمروز1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-05 17:52:11🎙 راډیو واورئ

Summary: د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو مدیریت له لوري د وارداتي تېلو له ارزونې، نمونه‌اخیستنې او کیفیت کنټرول وروسته، ۳۰ ټانکره ډیزل بې‌کیفیته تشخیص او بېرته ایران ته مسترد شول. د نیمروز ولایت د نفتو او ګازو عمومي مدیر مولوي نعمت‌الله طلحه باختر اژانس ته ویلي، چې دغه ۳۰ ټانکره ډیزل د موظف پلاوي له لوري د نمونه‌اخیستنې او کیفیت تر ارزونې وروسته بې‌کیفیته تشخیص شوي او بېرته ایران ته مسترد شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې یاد تېل د کنټرول او کیفیت ادارې په لابراتوارونو کې له بشپړې ارزونې وروسته ټیټ کیفیت ثابت شوي او له همدې امله بېرته مسترد شوي دي. د نیمروز د نفتو او ګازو عمومي مدیریت مسوولینو ویلي، چې تېره اوونۍ هم ۴۳ ټانکره بې‌کیفیته تېل له ارزونې وروسته مسترد او بېرته ایران ته ګرځول شوي وو.

لنډ معلومات

ځاینیمروز
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-05 17:52:11

مهالوېش

  1. Bakhtar

    نیمروز کې ۳۰ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-05 15:48:22

نیمروز کې ۳۰ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button