Summary: د نیمروز ولایت امنیتي مسوولین وایي، چې ۳۱ تنه په نشهيي توکو روږدي کسان له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي. د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي ګلمحمد «قدرت» باختر اژانس ته ویلي، چې یاد روږدي کسان د صادق نظري له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول. نوموړي زیاته کړې، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د امنیتي ادارو هڅې دوام لري او روږدي کسان د درملنې او بیا عادي ژوند ته د ستنېدو په موخه اړوندو روغتیايي مرکزونو ته معرفي کېږي. د یو بل خبر له مخې، د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، چې د یاد ولایت د امنیې قوماندان مولوي محمد عمر «مخلص» په لارښوونه، امنیتي ځواکونو د زرنج ښار په بېلابېلو سیمو او واټونو کې امنیتي تدابیر نیولي دي، څو د زرنج ښار اوسېدونکي او هېوادوال وکولای شي د فتحې او استقلال ورځ په خوښۍ او ډاډ سره ونمانځي. امنیتي مسوولین ډاډ ورکوي چې د خلکو د امنیت او نظم د ساتنې په موخه به خپلې هڅې لا هم دوامداره وساتي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
نیمروز کې ۳۱ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول
سرچینې
Afghan sources
نیمروز کې ۳۱ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول