DiplomacyKabulافغانستانپښتو

نیکاراګوا جرمني پر اسرائیلو د وسلو د پلور له امله د نړیوالو قوانینو… — Pajhwok

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-08 11:37:06🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۵): نیکاراګوا د عدالت په نړیواله محکمه کې جرمني تورن کړ چې پر اسرائیلو د وسلو په پلور او دغه هېواد ته د پوځي ملاتړ په برابرولو سره یې د نسل‌وژنې کنوانسیون او نړیوال قوانین نقض کړي؛ برلین دغه تور ردوي. اسوشیټیډ پرېس نن راپور ورکړی چې نیکاراګوا دغه موضوع په لاهه کې د عدالت نړیوالې محکمې د قضیې د اورېدنې پر مهال مطرح کړې ده. د راپور له مخې، نیکاراګوا ویلي چې جرمني پر اسرائیلو د وسلو په پلور او نورو پوځي مرستو سره په غزه کې د هغو کړنو په ترسره کېدو کې مرسته کړې چې ښايي نسل‌وژنه وبلل شي. د نیکاراګوا لوړپوړي وکیل کارلوس خوسه ارګویلو ګومز محکمې ته ویلي چې له اسرائیلو سره د جرمني سیاسي، سوداګریزو او پوځي اړیکو ته په پام، برلین باید د هغو کړنو له جدي خطره خبر وي چې ښایي نسل‌وژنه وبلل شي. په راپور کې راغلي چې جرمني له څو لسیزو راهیسې د اسرائیلو له مهمو ملاتړو څخه دی او له امریکا متحده ایالاتو وروسته پر اسرائیلو د وسلو دویم لوی پلورونکی هېواد دی. سرچینه لیکي چې جرمني دغه ادعا رد کړې ده. د راپور له مخې، که څه هم د دې قضیې اصلي محور جرمني دی، خو په غیرمستقیم ډول په غزه کې د اسرائیلو پوځي عملیات هم په نښه کوي. اسوشیټیډ پرېس لیکلي چې…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-08 11:37:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    نیکاراګوا جرمني پر اسرائیلو د وسلو د پلور له امله د نړیوالو قوانینو په نقض تورن کړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-08 16:04:21

نیکاراګوا جرمني پر اسرائیلو د وسلو د پلور له امله د نړیوالو قوانینو په نقض تورن کړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button