EconomyKabulافغانستانپښتو

هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-03 10:52:08🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته کړې ده. اوچا نن (پنجشنبه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه مرسته شاوخوا ۱۸.۲۹ میلیونه امریکايي ډالر کېږي. دغه بنسټ زیاته کړې چې د هالند مرسته به په ټول افغانستان کې اړمنو کسانو ته د ژوند ژغورونکو مرستو رسولو او هغوی ته د هیلې ورکولو لپاره ولګول شي. اوچا د هالنډ له دوامدار ملاتړه مننه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول همکارۍ په افغانستان کې د بشري اړتیاوو پوره کولو کې مرسته کوي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-03 10:52:08

مهالوېش

  1. Pajhwok

    هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته وکړه

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-03 15:17:32

هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۶ میلیونه یورو مرسته وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button