د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د کندهار ښار او د ولسوالیو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په غونډه کې د اسلامي نظام د ټینګښت او پیاوړتیا په اړه خبرې کړې او له علماوو یې غوښتي چې د دغه نظام په ملاتړ کې ونډه واخلي. د طالبانو دکډوالو وزارت د معلوماتو له مخې په دې ناسته کې د سرپناه جوړولو او سرحدي سیمو کې د ستونزو د حل، د حل لارو موندلو، د همکاریو پر دوام، منظمو ناستو، له راستنېدونکو سره د مرستو او د تېرو ناستو د پرېکړو د تعقیب په اړه خبرې شوې. د طالبانو د کډوالو وزارت د دفتر رییس سعید احمد بنوري ویلي کډوال له ستونزو سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، د وزارت مسوولیت دی چې ژر تر ژره د هغوی اړتیاوو ته رسېدنه وکړي. بنوري زیاته کړې، چې د کډوالۍ نړيوال سازمان په مرسته به د کډوالو د وضعیت د ښه والي لپاره اغېزمنې کړنلارې وړاندې شي. وزارت ویلي د کډوالۍ نړیوال سازمان استازي هم له کډوالو سره پر خپلو مرستو ټینګار کړی او د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د ملاتړو پروګرامونو د پیل ډاډ ورکړی. افغانستان په وروستیو میاشتو کې د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان، له لوري د افغان کډوالو د پراخې بېرته ستنېدنې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
هبت الله علماوو ته: د نظام د ټینګښت لپاره همکاري وکړئ
Sources
Afghan sources
هبت الله علماوو ته: د نظام د ټینګښت لپاره همکاري وکړئ