Newsافغانستانپښتوهرات

هرات؛ له اختیار الدین تاریخي کلا څخه زرګونه سیلانیانو لیدنه کړې — Bakhtar

روان خبرNewsهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-22 16:28:37🎙 راډیو واورئ

Summary: د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسولین وایي چې د روان کال څخه تر اوسه پورې د دغه ولایت له اختیار الدین تاریخي کلا څخه زرګونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر حافظ محمد قاسم اخندزاده باختر اژانس ته ویلي، چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه پورې له اختیار الدین تاریخي کلا څخه ۱۱ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې.نوموړي زیاته کړې چې په دغه موده کې ۱۰ زره ۵۰ کورنیو او ۷۰۰ بهرنیو سیلانیانو د یادې تاریخي کلا له بېلابېلو ځایونو څخه لیدنه کړې ده.د یادونې وړ ده، چې اختیارالدین کلا د هرات له مهمو تاریخي ابداتو او سیاحتي جاذبو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال د ګڼو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ځانته اړوي او دغه تاریخي کلا د هرات د لرغوني کلتور او تاریخ مهمه برخه ګڼل کېږي.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعNews
سرچینې1
تازه شوی2026-09-22 16:28:37

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هرات؛ له اختیار الدین تاریخي کلا څخه زرګونه سیلانیانو لیدنه کړې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-22 09:53:14

هرات؛ له اختیار الدین تاریخي کلا څخه زرګونه سیلانیانو لیدنه کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button