هرات؛ په شینډنډ ولسوالۍ کې د دوو سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې — Bakhtar
Summary: د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې دي. د هرات ولایت مقام ویاند مفتي محمد یوسف سعیدي باختر اژانس ته ویلي، چې په دې پروژه کې د معارف سړک او د ولسوالۍ د مرکزي پارک شمالي سړک قیرکول شامل دي، چې په ټولیزه توګه اوږدوالی یې ۷۳۰ مترو ته رسېږي.د نوموړي په وینا، دغه پروژه د ۱۴۰۵ مالي کال د پراختیايي پروګرامونو په چوکاټ کې پلې کېږي.نوموړي زیاته کړې، چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.هغه وویل، چې د شینډنډ ولسوالۍ ښاروالۍ د پراختیايي پروګرامونو له لومړیتوبونو څخه د زیربنايي پروژو پلي کول دي، څو ښاري وضعیت ښه شي، د ښاریانو اړتیاوو ته رسېدنه وشي او غوره ښاري خدمتونه وړاندې شي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
هرات؛ په شینډنډ ولسوالۍ کې د دوو سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې
سرچینې
Afghan sources
هرات؛ په شینډنډ ولسوالۍ کې د دوو سړکونو د قیرکولو چارې پیل شوې