Economyافغانستاندریهرات

هرات کې تولیدېدونکې تزئيني ډبرې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو ته صادرېږي — Pajhwok

در حال تکمیلEconomyهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-15 08:47:22🎙 رادیو را بشنوید

هرات (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د هرات د ډبرو صنعت برخې مسوولين وایي چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د تزئيني ډبرو د تولید او پروسس ۴۵ فابریکې فعالې دي؛ د دې ترڅنګ چې توليدات يې د کورني بازار اړتیا پوره کوي، د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته هم صادرېږي. د هرات د صنایعو او کانونو خونې مشر محمدناصر امین پژواک ته وویل، اوس‌مهال د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د تزئيني ډبرو د تولید او پروسس برخه کې ۴۵ فابریکې فعالیت لري. هغه زياته کړه چې په دغه ولایت کې د ډبرو صنعت د ځان‌بسیاینې مرحلې ته رسېدلی او تولیدات یې د دې ترڅنګ چې د کورني بازار اړتیا پوره کوي، ترکمنستان، ایران، یو شمېر عربي هېوادونو او د سیمې نورو بازارونو ته هم صادرېږي. د نوموړي په خبره، د ډبرو د استخراج، تولید او پروسس برخو کې میلیونونه ډالر پانګونه شوې چې له دې سره د صنعت د پراختیا ترڅنګ د صادراتو د زیاتېدو او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه هم برابره شوې ده. د هرات ښار د تزئيني ډبرو د تولید یوې فابریکې مشر اکرم نجیبي وویل، د دوی اړوند فابریکه کې د تزئيني او ساختماني ډبرو بېلابېل ډولونه په مختلفو طرحو او اندازو تولید او پروسس کېږي. هغه د خپلې فابریکې د تولیداتو د کیفیت په اړه وویل: «زموږ محصولات د نړۍوالو معیارونو…

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-15 08:47:22

خط زمانی

  1. Pajhwok

    هرات کې تولیدېدونکې تزئيني ډبرې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو ته صادرېږي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-15 13:14:47

هرات کې تولیدېدونکې تزئيني ډبرې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو ته صادرېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button