Economyافغانستانپښتوهرات

هرات کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي — Bakhtar

روان خبرEconomyهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-20 11:48:48🎙 راډیو واورئ

Summary: د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه ډېر شوي دي. د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي حمیدالله قانت باختر اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د انګورو له باغونو څخه شاوخوا ۱۹۱ زره ۹۵۰ ټنه انګور راټول کړل شوي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د هرات له بڼونو څخه شاوخوا ۱۷۴ زره او ۵۰۰ ټنه انګور راټول شوي وو. د نوموړي په وینا، هرات د هېواد له مهمو انګورو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی. بلخوا، یو شمېر بڼوال د کرنیزو محصولاتو د کښت، پالنې او راټولولو په برخه کې د نویو طریقو د زده‌کړې لپاره د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو غوښتنه کوي. بڼوال وایي، د معیاري بڼوالۍ د طریقو زده‌کړه کولی شي د انګورو بڼونو د حاصلاتو کچه او کیفیت لوړ کړي. دوی همدارنګه له مسوولینو غواړي، چې د انګورو د بازارموندنې، ساتنې او صادراتو په برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي، څو خپل محصولات په مناسبه بیه کورنیو او بهرنیو بازارونو ته وړاندې کړي. د یادونې وړ ده، چې هرات د انګورو زرګونه بڼونه لري او له دغو بڼونو څخه کې د انګورو لسګونه بېلابېل ډولونه راټولېږي.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-20 11:48:48

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هرات کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-20 11:17:38

هرات کې د انګورو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button