افغانستانامنیتپښتوهرات

هرات کې د ایران او افغانستان د رېل پټلۍ د همکاریو د پراختیا ارزونه وشوه

روان خبرSecurityهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-05 03:33:54🎙 راډیو واورئ

د ایران یو پلاوي هرات ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره د رېل پټلۍ د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د رېل پټلۍ شرکت یوه پلاوي په هرات ولایت کې د هرات له والي نوراحمد اسلام‌جار سره د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ د همکاریو د پراختیا او د ریلوی د ګډو پروژو په اړه خبرې وکړې. د هرات ولایت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي د ګډو رېلي پروژو د عملي لارو چارو د ارزونې او د همکاریو د پیاوړتیا لپاره هرات ته تلی و، او دواړو لورو د رېل پټلۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا یې ټینګار وکړ. په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د ګډې ناستې د پرېکړو د عملي کېدو، تخنیکي همغږۍ، د موجودو ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ د پروژو د چټک تطبیق په اړه هم بحث وشو. د هرات والي د افغانستان او ایران ترمنځ د بنسټیزو همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او د رېل پټلۍ پراختیا یې د ترانسپورټ او ټرانزیټ په برخه کې یوه مهمه ستراتیژیکه پروژه وبلله. هغه ټینګار وکړ چې د هرات سیمه‌ییزه اداره د دغو پروژو د اسانتیا او همغږۍ لپاره بشپړ چمتووالی…

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-05 03:33:54

مهالوېش

  1. Parstoday

    هرات کې د ایران او افغانستان د رېل پټلۍ د همکاریو د پراختیا ارزونه وشوه

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-07-05 03:12:12

هرات کې د ایران او افغانستان د رېل پټلۍ د همکاریو د پراختیا ارزونه وشوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button