هرات کې د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې — Bakhtar
Summary: د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي، د ښار په پنځمه او نهمه ناحیه کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. د هرات ښاروالۍ د ښاري او سکټوري خدمتونو سرپرست انجنیر محمد یار شهاب باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، په دغو پروژو کې د سړکونو قیرکول او د کانالونو جوړول شامل دي، چې موخه یې د ښاري بنسټیزو اسانتیاوو پراختیا، د خلکو د تګ راتګ اسانه کول او د سطحي اوبو منظم مدیریت دی.د نوموړي په وینا، ټاکل شوې ده، چې د یادو پروژو چارې په راتلونکو درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د یادونې وړ ده چې د هرات ښاروالۍ د روان کال لپاره د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د یومیلیارد افغانیو په لګښت د۸۰ پراختیايي پروژو د پلي کولو پلان لري او د دغو پروژو د عملي کېدو چارې په تدریجي ډول دوام لري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
هرات کې د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې