افغانستانامنیتدریکندهار

هرات کې د طالبانو والي: هر نظام کې چې ځنې خلک له قانون… — AF International

در حال تکمیلSecurityکندهار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-17 13:52:01🎙 رادیو را بشنوید

په هرات کې د طالبانو والي شېخ نور احمد اسلام جار وایي، هر هغه نظام کې چې یوه ځانګړې ډله کسان له قانون څخه لوړ وګڼل شي، ګډوډي پکې رامنځته کېږي او له‌منځه ځي. هغه زیاتوي: «هېڅ نظام له نظم او اطاعت پرته دوام نه‌شي کولای». په کندهار کې دمګړۍ ۱۶ اېف اېم راډیوګانې فعالیت لري چې له دې ډلې ۷ یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته فعاله شوې دي. په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌خوا په راډیوګانو کې د کرکټ اړوند، خبرونو، خپرونو او د لوبو په اړه د ژوندۍ تبصرو بندیز وروسته، د دغو راډیوګانو یو شمېر مسولانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د دغه بندیز له امله د عوایدو له کمښت سره مخ شوي او اړ دي چې خپلې اډیوګانې وتړې. په کندهار کې د راډیوګانو مسوولان وايي چې تردې وړاندې هم د طالبانو د لوړو مالیاتو له امله له سختو مالي ستونزو سره مخ ول. دوی د بشري حقونو، د بیان ازادۍ او رسنیو ملاتړ ادارو څخه غوښتنه کوي چې په کندهار کې پر رسنیو د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې غږ پورته کړي. په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو، څو ورځې مخکې د سیمه ییزو رسنیو په واټساپ ګروپ کې له دوی وغوښتل چې له دې وروسته دې د کرکټ اړوند خپرونې او…

اطلاعات کوتاه

مکانکندهار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-17 13:52:01

خط زمانی

  1. AF International

    هرات کې د طالبانو والي: هر نظام کې چې ځنې خلک له قانون لوړ وګڼل شي ګډودېږي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-17 11:09:22

هرات کې د طالبانو والي: هر نظام کې چې ځنې خلک له قانون لوړ وګڼل شي ګډودېږي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button