Englishافغانستانامنیتهرات

هرات کې د غلا او وژنې په تور څلور کسان نیول شوي — Pajhwok

DevelopingSecurityهرات1 SourcesUpdated: 2026-09-23 07:27:04🎙 Listen to radio

هرات (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د هرات امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په کروخ ولسوالۍ کې درې کسان د وسله‌والې غلا او په انجیل ولسوالۍ کې یو کس د قتل په تور نیول شوي دي. د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند ډاکټر سیدمسعود حسيني پژواک ته وویل چې تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ د انجیل ولسوالۍ په شادي‌جان سیمه کې یو سړی په ډزو وژل شوی او قاتل یې د جرم د نښو د له منځه وړلو په موخه د هغه جسد سوځولی و. حسیني زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو له څېړنو وروسته د پېښې شکمن کس پېژندلی او پرون یې نیولی دی. د هغه په خبره، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او د نورو څېړنو او قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوی دی. د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند دغه‌راز وايي چې د کروخ ولسوالۍ په قلعه‌سرخ سیمه کې درې کسان د غلا کولو پر مهال د امنیتي ځواکونو له ګزمې سره مخ شوي دي. هغه وویل، یادو وسله‌والو غلو د تېښتې د هڅې لپاره پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې خو د تعقیب په پایله ټول ونیول شول. هغه زیاته کړه چې له نیول شوو کسانو یوه تومانچه او یو موټرسایکل هم ترلاسه شوي دي.

Quick facts

Locationهرات
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-23 07:27:04

Timeline

  1. Pajhwok

    هرات کې د غلا او وژنې په تور څلور کسان نیول شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-23 11:55:21

هرات کې د غلا او وژنې په تور څلور کسان نیول شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button