DevelopmentEnglishافغانستانهرات

هرات کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې… — Bakhtar

DevelopingDevelopmentهرات1 SourcesUpdated: 2026-08-04 21:57:05🎙 Listen to radio

Summary: د هرات ښاروالۍ مسوولینو ویلي، چې د هرات ښار په نهمې ناحیې کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانکرېټي کانال د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د هرات ښاروال مولوي حمدالله نعماني وویل، چې دغه پروژه د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۴ میلیونه ۶۱۴ زره ۴۳۴ افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په ترڅ کې به یې د ۷۹۰ مترو په اوږدوالي کانکرېټي کانال جوړ شي.د نوموړي په وینا، د دې پروژې موخه د سطحي اوبو منظم مدیریت، د سړکونو د تخریب مخنیوی او د استوګنیزو کورونو، دوکانونو او لارو د اوبو بندښت ستونزې کمول دي.ورته مهال د نهمې ناحیې اوسېدونکو د دغې پروژې له پیل هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې د کانال په بشپړېدو سره به د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې او د باراني اوبو له امله رامنځته کېدونکې ستونزې هوارې شي.د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې ده د یادې پروژې چارې په درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Quick facts

Locationهرات
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-04 21:57:05

Timeline

  1. Bakhtar

    هرات کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-04 11:28:49

هرات کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button