Newsافغانستاندریهرات

هرات کې د هګیو د تولید کاروبار غوړېدلی — Bakhtar

در حال تکمیلNewsهرات1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-26 12:27:02🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د هرات ځايي مسوولین وايي چې اوس مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۲۰۰ د چرګانو فارمونه فعالیت کوي، چې له ډلې یې ۱۲۰ د هګیو د تولید لپاره ځانګړي شوي. د دوی په وینا، هرات دا مهال د چرګانو د غوښې او هګیو د تولید په برخه کې ځان ‌بساینې ته رسېدلی دی.د هرات د والي ویاند یوسف سعیدي وایي چې په دغه ولایت کې د چرګانو د فارمونو پراختیا د کارموندنې او کورنیو تولیداتو د زیاتوالي زمینه برابره کړې ده.هاخوا د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې هره ورځ له ۲ میلیونو څخه زیاتې هګۍ له فارمونو را ټولېږي چې د کورني بازار اړتیا تر ډېره پوره کوي.د سیمه‌ ییزو مسوولینو په وینا، د چرګانو په برخه کې پانګونه کولای شي د چرګانو د غوښې پر وارداتو تکیه کمه او د کورنیو تولیداتو د ودې زمینه لا زیاته برابره کړي.

اطلاعات کوتاه

مکانهرات
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-26 12:27:02

خط زمانی

  1. Bakhtar

    هرات کې د هګیو د تولید کاروبار غوړېدلی

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-26 11:35:49

هرات کې د هګیو د تولید کاروبار غوړېدلی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button