افغانستانامنیتپښتوهرات

هرات کې د ځمکې لاندې زېرمو موندلو ۱۰ وسایل کشف او ضبط شول — Bakhtar

روان خبرSecurityهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-11 10:47:09🎙 راډیو واورئ

Summary: د هرات ولایت د اسلام‌کلا پر لویه لار د کشفي عملیاتو پر مهال د ځمکې لاندې قیمتي زېرمو او اثارو د موندلو ۱۰ وسایل کشف او ضبط شوي دي. د هرات د لویې لارې د کندک عمومي قوماندان ملا سیف‌الدین صفت‌الله باختر اژانس ته ویلي، چې یاد وسایل د امنیتي ځواکونو د کشفي اقداماتو او پلټنو پر مهال له یادې لارې څخه ترلاسه شوي دي.د نوموړي په وینا، نیول شوي وسایل د ځمکې لاندې اثارو او نورو توکو د موندلو لپاره کارول کېږي.هغه زیاته کړه، چې د دغې پېښې په تړاو یو تن هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او لومړنۍ پلټنې ترې ترسره شوې دي.مسوولین وایي، د پېښې دوسیه د لا زیاتو څېړنو او قانوني اجرااتو په موخه عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې ده.د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ مسوولینو ټینګار کړی، چې امنیتي ځواکونه به د ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي او د تاریخي او فرهنګي اثارو او شتمنیو د ساتنې په موخه خپلو کشفي او کنټرولي هڅو ته دوام ورکړي.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-11 10:47:09

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هرات کې د ځمکې لاندې زېرمو موندلو ۱۰ وسایل کشف او ضبط شول

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-11 05:52:05

هرات کې د ځمکې لاندې زېرمو موندلو ۱۰ وسایل کشف او ضبط شول

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button